اسلام‌ اباد : په اسلام‌ اباد کې ازبک هنرمندانو د ازبکستان د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په مناسبت د موسیقۍ او دودیزو نڅاوو ځانګړی کلتوري پروګرام وړاندې کړی دی.

 

«ازبکستان ـ پاکستان: د دوستۍ او ورورولۍ نغمې» په نوم دا پروګرام د ازبکستان سفارت ،د اګست په ۲۹مه، د پاکستان نېشنل کونسل اف دي ارټس په تالار کې جوړ کړی و، چې پکې د ازبکستان هنرمندانو د خپل هېواد دودیزه موسیقي، نڅاوې او کلتوري هنرونه وړاندې کړل.

 

د پاکستان د قامي میراث او کلتور وفاقي وزیر اورنګزېب خان کچهي په دې موقع وویل، چې د پاکستان او ازبکستان اړیکې یوازې تر سفارتي تعلقاتو محدودې نه دي، بلکې د دواړو هېوادونو ګډ تاریخ، کلتور او روحاني میراث یې بنسټ جوړوي.

 

هغه وویل، چې شاعرۍ، موسیقۍ، هنر او فکر د پېړیو راهیسې د سیمې د خلکو ترمنځ تګ راتګ کړی او د ورېښمو پخوانۍ لارې د علم، ادب او هنر په خپرېدو کې مهم رول لوبولی دی.

 

په پاکستان کې د ازبکستان سفیر عليشېر تختایف د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په اشاره د ظهیرالدین محمد بابر ګډ میراث یاد کړ. هغه وویل، چې په اسلام‌ اباد کې د تاشکند سړک نومول، د بابر پارک روانه پروژه او د سمرقند ـ اسلام‌ اباد او ترمذ ـ پېښور د ښارونو اړیکې د کلتوري همکارۍ بېلګې دي.

 

سفیر زیاته کړه چې د روان کال په وروستیو کې به په پاکستان کې د «ازبکستان د کلتور ورځې» هم جوړې شي، چې د ازبکستان یوه لویه کلتوري ډله به پکې خپل دودیز او اوسني هنرونه وړاندې کړي.