کابل : د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۲۶۷ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۰ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
د وزارت په وینا، دغه هوکړه لیکونه ،د اګست په ۲۹مه، په کابل کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو د سوداګریز کنفرانس پر مهال لاسلیک شوي دي، چې د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر ،مولوي احمدالله زاهد، او د ازبکستان د پلاوي مشر او د قشقه دریا والي ،شهرت مرادوف، هم ګډون پکې کړی و.
سرچینه زیاتوي، چې یاد هوکړه لیکونه د خوراکي توکو، ټوکر، ساختماني موادو، برېښنایي وسایلو او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شوي دي.
مولوي احمدالله زاهد ویلي دي، چې د وروستیو متقابلو سفرونو په پایله کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ اړیکې پراخې شوې دي. نوموړي ټینګار کړی دی چې د سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره باید موجود خنډونه او ستونزې هوارې شي.


شال نیوز