کابل : د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ،د اګست په ۳۰مه، ویلي دي چې په نیمروز او پنجشېر ولایتونو کې د شاوخوا ۲۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو نهه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

 

د وزارت په وینا، له دغو شبکو څخه درې د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ او شپږ نورې د پنجشېر په عنابه، رخه، حصه اول او پریان ولسوالیو کې د همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ جوړې شوې دي. سرچینه زیاتوي، چې د دغو شبکو په فعالېدو سره د یادو سیمو زرګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.