لکي مروت : د لکي مروت په سرای نورنګ سیمه کې یوه مشهوره اېل اېچ وي، زیب النساء، د خپل ورور په ډزو سخته ژوبله شوې او روغتون ته انتقال شوې ده.-

 

د پولیس سرچینو په وینا، زیب النساء ،د اګست په ۳۰مه، په خپل کور کې په شخصي کلینک کې موجوده وه چې د هغې له ورور سره پر یوې وړې خبرې تکرار وشو. پولیس وايي، چې د تکرار پر مهال د هغې ورور شاهنواز پرې ډزې وکړې او هغه یې سخته ژوبله کړه.

 

د نورنګ تاڼې ایس اېچ او قدرت الله ویلي دي، چې پولیسو تر پېښې وروسته سمدستي کارروایي کړې او تورن شاهنواز یې نیولی دی. پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پېل کړې دي.