کراچۍ : د سند چلینجر سکواش سیالیو څلور لوبغاړي سیمي فاینل ته رسېدلي دي. ناصر اقبال، طیب اسلم، عبدالله نواز او د مصر عمر القطان خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره سیمي فاینل ته رسېدلي دي.

 

ټاکل شوې د سیمي فاینل ګټونکي به د اتلولۍ په فاینل کي یو د بل خلاف ولوبېږي. ناصر اقبال او طیب اسلم د پاکستان د تجربه‌لرونکو سکواش لوبغاړو له ډلې شمېرل کېږي.