په کابل کې د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو دودیزو کشتیو درې ورځنۍ سیالۍ د پراخ ګډون وروسته په بریالۍ توګه پای ته ورسېدې.

 

په دې سیالیو کې د کوربه افغانستان ترڅنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې شاوخوا ۱۶۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

 

سیالۍ په درې بېلابېلو کټګوریو کې ترسره شوې، چې پایلې یې داسې وې:

 

په “پالواني” کټګورۍ کې ازبکستان لومړی، تاجکستان دوهم او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

په “رستمي کشتي” کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوهم او تاجکستان درېیم شو.

په “عامه دودیزه کشتي” کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوهم او افغانستان درېیم راغی.

 

مسوولین وايي دا ډول نړیوالې سیالۍ د دودیزو لوبو د ودې ترڅنګ د سیمي هېوادونو ترمنځ د ورزشي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.