امستردام : پاکستان د سړیو د هاکي نړیوال جام د درجه بندۍ په یوه لوبه کي جنوبي افریقا ته په پنالټي شوټ‌اوت کي ماتې ورکړې ده.

 

د لوبې ټاکلی وخت ۴ ـ ۴ مساوي پای ته ورسېد، خو پاکستان په پنالټي شوټ‌اوت کي ۴ ـ ۳ بریا خپله کړه.

 

د پاکستان ګول ساتونکي وقار د پنالټي شوټ‌اوت پر مهال د جنوبي افریقا دوه مهم بریدونه ودرول او د خپلې لوبډلې په بریا کي یې مهم رول ولوباوه.

 

دغه بریا د نړیوال جام د درجه بندۍ په پړاو کي د پاکستان لپاره مهمه نتیجه ده.