کابل : د افغانستان کرکټ بورډ د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس کورنیو کرکټ سیالیو نوی پړاو ،د اګست په ۲۹مه، شروع کړی دی. په دغو سیالیو کي میوند چمپینز، ماهیپر سټارز، هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز برخه اخلي.

 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د سیالیو لوبې به په خوست او ننګرهار کي ترسره کېږي او ټولټال ۱۳ لوبې به وشي. ټاکل شوې چې د دغو فرسټ کلاس سیالیو فاینل د اکتوبر په لومړیو کي وشي.

 

دغه ټورنمنټ د افغانستان د کورني کرکټ له مهمو اوږده فارمټ سیالیو شمېرل کېږي او د ملي لوبډلې لپاره د نویو لوبغاړو د پېژندلو ښه موقع برابروي.