لندن : د پاکستان او انګلنډ ترمنځ د لارډز په میدان کي د دویم ټېسټ په درېیمه ورځ ،د اګست په ۲۹مه، انګلنډ خپل برلاسی نور هم مضبوط کړی او له پاکستانه یې مجموعي مخکښوالی ۳۵۷ منډو ته رسولی دی.
د ورځې لوبه د باران له امله څو ځله ودرېده، خو انګلنډ په خپل دویم اننګز کي د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري محمد عباس تر ټولو بریالی بالر و او د انګلنډ درې لوبغاړي یې وسوځول.
پاکستان تر دې مخکې په خپل لومړي اننګز کي ښه لوبه نه وه کړې، چې له امله یې کوربه لوبډلې ته د پام وړ مخکښوالی په لاس ورغی.


شال نیوز