اورکزي : د اورکزو ضلعې د چپر مشتي په سیمه کې ناڅرګنده وسله والو پر دوو کسانو ډزې کړې او وژلي یې دي. پولیس وايي، پېښه ،د اګست په ۲۹مه، د کریز تاڼې په حدودو کې شوې ده، چې پکې اسلم خان او افضل خان وژل شوي دي.

 

له پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي، له ځایه یې شواهد راټول کړي او پلټنې یې پېل کړې دي. پولیس وايي، چې د برید لامل او د بریدګرو هویت لا نه دی معلوم. تر اوسه کومې ډلې هم د پېښې مسئولیت نه دی منلی.