واڼا / مکین : د کوز او بر سویلي وزیرستان په دوو تحصیلونو واڼا او سرویکۍ کې د اګست پر ۳۰مه، د یکشنبې په ورځ، له سهار شپږو بجو تر ماښام اوو بجو پورې کرفیو نافذېږي.

 

د خپرو شویو خبرتیاوو له مخې، په کوز سویلي وزیرستان کې به د واڼا تحصیل په اړوندو سیمو کې د کرفیو پر مهال هر ډول تګ راتګ بند وي او بازارونه او مارکیټونه به تړلي وي. په واڼا کې د خمرانګ نه تر انګور اډې او د توروام نه تر شکۍ پر لارو تګ راتګ منع شوی دی.

 

په بر سویلي وزیرستان کې هم د سرویکۍ تحصیل په اړوندو سیمو کې له سهار شپږو بجو تر ماښام اوو بجو پورې کرفیو اعلان شوی او د توروام ـ شکۍ ـ تیارزه نه تر شیرونګي پر لاره به تګ راتګ منع وي.

 

د خبرتیاوو له مخې، یوازې په بیړني حالت کې به خلک د پولیسو یا امنیتي ځواکونو له اجازې وروسته، د شناختي کارډ او اړینو اسنادو په وړاندې کولو سره پر اغېزمنو لارو سفر کولی شي.

 

خلکو ته دا لارښوونه هم شوې چې د امنیتي ځواکونو په لیدو موټر لږ تر لږه ۵۰ متره مخکې ودروي او سپاره کسان ترې ښکته شي. چارواکو ویلي دي، چې د کرفیو پر مهال به یوازې منظور شوی بیړنی تګ راتګ اجازه ولري او د مقرراتو د سرغړونې مسئولیت به د اړوند کس پر غاړه وي.