د زابل ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست تر چتر لاندې او د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د یو این ایف پي ای، ایي ایم او، انټرسوس او ډبلیو ایف پي مؤسسو په مالي ملاتړ ۲۷ سیلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې.
په دې مرستو کې اوړه، دال، غوړي، مالګه، بیسکویت، د حفظ الصحې او آشپزخانې کټونه، سولري څراغونه، کمپلې، جامې، لوښي او ترپالونه شامل وو، چې مستحقو کورنیو ته په منظم ډول وسپارل شول.
همدارنګه، د ډنمارک د کډوالو چارو ادارې ،ډي آر سي، له لوري ۱۵ کورنیو ته د کورنۍ په سر ۱۰,۲۰۰ افغانۍ نغدې مرسته هم ورکړل شوه.
مسؤولین وايي، دغه مرستې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د ژوند د وضعیت د ښه والي په موخه ترسره شوې دي.

بریال منګل