غزني : د طالبانو مخالفه افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې د غزني په واغظ ولسوالۍ کې یې د طالبانو د «۰۶ قطعې» مرستیال ،ملا عمر صدیق، یې په یو وسله وال برید کې وژلی دی.
جبهې د شنبې په ورځ، د اګست پر ۲۹مه، په یو بیان کې ویلي دي چې برید د جمعې شپې شاوخوا نهه بجې د واغظ ولسوالۍ په اب قلعه سیمه کې شوی دی.
د ازادۍ جبهې په وینا، ملا عمر صدیق په غزنې کې د «حافظ بدرالدین ۰۶ قطعې» مرستیال و. جبهې دعوه کړې ده چې د برید پر مهال یې د نوموړي یوه سپکه وسله او یوه تفنګچه هم ترلاسه کړې ده.
جبهې د برید یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې پکې یو پر موټرسایکل سپور وسله وال کس له یو موټر څخه په ډزو ویشتل کېږي. د ویډیو د ځای او د وژل شوي کس د هویت خپلواکه تایید لا نه دی شوی.
طالبانو تر اوسه د ازادۍ جبهې د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي. د ازادۍ جبهه وايي، دا په غزني کې د طالبانو پر ضد د دوي د «چریکي عملیاتو» لومړی برید و.


شال نیوز