باجوړ : د باجوړ ضلعې د سالارزو تحصیل په غله سلې سیمه کې ،د اګست په ۲۹مه، ناڅرګنده کسانو پر ۵۰ کلن قامي مشر ملک سید احمد جان ډزې کړې او ژوبل کړی یې دی.

 

ډي اېس پي جمال شاه وايي، چې سید احمد جان ته په دواړو لاسونو او ښي زنګون کې مرمۍ لګېدلې دي. پولیس وايي، ژوبل کس د درملنې لپاره سمدستي د خار روغتون ته رسول شوی دی.

 

له پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او د برید د علت او بریدګرو د پېژندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د ډزو علت او د بریدګرو هویت نه دی معلوم شوی.