پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند په سوات کې خبري غونډې ته ویلي د خېبر پښتونخوا د وېش ملاتړ نه کوي. د ګوند مشر مختیار خان یوسفزي د هزارې په نوم د جلا صوبې جوړېدو مخالفت کړی خو د سراییکستان صوبې جوړېدل یې د وخت اړتیا بللې دي. د ګوند مشرانو غوښتنه کړې چې د صوبې د وېش پر مسئله دې سیاسي ګوندونه ګډ دریځ خپل کړي او د خېبر پښتونخوا د جغرافیې او اداري وېش په اړه هره پرېکړه دې د سیمې د خلکو د رایې او خوښې له مخې وشي.


عصمت علي اخون