بدخشان : د طالبانو د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د سرحدي پلټنو مرستیال ،مولوي عنایت الله شجاع، د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د سرحدي سیمو وضعیت او د سرحدي ځواکونو ستونزې ارزولې دي.
د وزارت ،د اګست د ۲۹مې، د معلوماتو له مخې، شجاع تر دې مخکې په فیض اباد کې د بدخشان له مرستیال والي، امنیه قومندان او د اړوندو ځواکونو له چارواکو سره د سرحدي سیمو پر وضعیت او د خلکو پر ستونزو خبرې کړې وې.
نوموړی وروسته له یو پلاوي سره اشکاشم ته تللی او د ولسوالي له چارواکو، د پولیسو او سرحدي ځواکونو له منسوبینو سره یې کتلي دي. وزارت وايي، چې نوموړي د سرحدي چارو د تنظیم، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او د سرحدي ځواکونو ستونزو ته د رسېدنې په اړه سپارښتنې کړې دي.
اشکاشم د بدخشان له مهمو سرحدي ولسوالیو څخه ده چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.


شال نیوز