بنو : د بنو په مامندخېل وزیر سیمه کې څلورو وسله والو د روغتیا محکمې د ماشومانو د واکسین پروګرام یو چارواکی تښتولی دی.

 

د ماشومانو د واکسین د پراخ پروګرام ضلعي همغږي کوونکي ،ډاکټر اشرف یونس، ویلي دي چې ،محمد امیر خان، د میر شهبازخېل په حجره کې ماشومانو ته د شري ناروغۍ پر ضد د واکسین ورکولو په پروګرام بوخت و چې څلور وسله وال ورغلل او هغه یې له ځان سره بوتلو.

 

نوموړي ویلي دي، چې وسله والو د واکسین د ډلې نورو غړو ته زیان نه دی رسولی او هغوي یې په سیمه کې پرېښي دي. امنیتي ادارو د محمد امیر خان د راخلاصولو او د تښتوونکو د موندلو لپاره پلټنې پېل کړې دي.

 

تر اوسه د تښتونې علت او د وسله والو هویت نه دی معلوم شوی او کومې ډلې هم د پېښې مسئولیت نه دی منلی.