ارزګان : د فغانستان د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د دوو قامونو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر ۱۶ کلنه بدي د قامي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي مسؤلینو په منځګړیتوب ،د اګست په ۲۹مه، په روغه جوړه پای ته رسېدلې ده.
د ارزګان د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو ریاست وايي، چې دا شخړه د خاص ارزګان ولسوالۍ د باغچر په سیمه کې د ځمکې پر سر راپورته شوې وه او د دواړو خواوو د دعوو له مخې، په تېرو ۱۶ کلونو کې پکې شاوخوا ۱۶ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.
د اوږدې دښمنۍ له امله د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې سختې خرابې شوې وې او وخت ناوخت د بیا نښتو او مرګ ژوبلې وېره موجوده وه.
چارواکي وايي، چې د روغې جوړې لپاره یې څو ځله د دواړو خواوو له مشرانو سره ناستې کړې، هغوي یې سولې ته هڅولي او وروسته د دیني عالمانو او قامي مشرانو په ګډون د ځمکې پر سر شخړه هواره شوې ده.
د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو ریاست وايي، چې دواړو خواوو روغه جوړه منلې او ژمنه یې کړې ده چې پخوانۍ دښمني به پای ته رسوي او له دې وروسته به خپلې ستونزې د خبرو له لارې حلوي.


شال نیوز