لندن، برتانیه : افغانه هنرمنده، خطاطه او د هنري اثارو راټولوونکې سمیرا کټمن نن، د اګست پر ۲۹مه، د لندن په اورلینز هاوس ګالري کې د افغان هنر، کلتوري حافظې او هغو اثارو په اړه ځانګړی پروګرام کوي چې هغې د افغانستان د جګړو او کډوالۍ له کلونو څخه خوندي ساتلي دي.
سمیرا کټمن به د نندارتون پر مهال له لیدونکو سره د خپلو او نورو افغان هنرمندانو د اثارو په اړه خبرې کوي او د ماسپښین پر دوو بجو به د نندارتون ځانګړی لارښود سفر هم کوي.
کټمن په ۲۰۱۶م کال کې وروسته له هغه افغانستان پرېښود چې د خپل هنري او ټولنیز فعالیت له امله له ګواښونو سره مخ شوه. هغې د وتلو پر مهال یوازې خپل شخصي اثار نه، بلکې سلګونه نور افغان هنري اثار هم خوندي کړل او له ځان سره یې بهر ته یوړل.
د ګالري په وینا، دغه اثار د افغانستان د هغو کلونو کلتوري کیسې بیانوي چې جګړې، بې ځایه کېدو او د هنري میراث د ورکېدو خطرونه پکې زیات وو.
سمیرا کټمن به نن دا هم بیانوي چې ځینې اثار څنګه له افغانستانه تر بریتانیا پورې ورسېدل، د دغو اثارو تر شا د هنرمندانو څه کیسې پرتې دي او ولې د کډوالۍ پر مهال د هنر ساتل یوازې د انځورونو او خطاطۍ ساتل نه، بلکې د یوې ټولنې د حافظې ژوندي ساتل هم دي.
د نن پروګرام بله ځانګړنه دا ده چې افغان هنر یوازې د جګړې او غم له زاویې نه وړاندې کېږي. کټمن به د افغانستان د خطاطۍ، رنګونو، دودونو، ښکلا او هنري ژوند هغه اړخونه هم خلکو ته ور وپېژني چې د هېواد د اوږدې کلتوري تاریخ برخه ده.
سمیرا کټمن له څو کلونو راهیسې په بریتانیا کې د افغان خطاطۍ او هنري میراث د ژوندي ساتلو لپاره کار کوي او د هغې اثار په بېلابېلو هنري نندارتونونو کې وړاندې شوي دي.
د لندن د نن ورځې دا غونډه د افغان هنر د ساتنې او د جلاوطنۍ د کلتوري حافظې له مهمو پروګرامونو څخه بلل کېږي، ځکه د هغو اثارو کیسې وړاندې کوي چې له جګړې، ورکېدو او کډوالۍ سره سره تر نن ورځې خوندي پاتې شوي دي.


شال نیوز