ننګرهار : د افغانستان د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس کرکټ سیالیو نهم پړاو نن، د اګست پر ۲۹مه، په ننګرهار کې پېلېږي. د سیالیو په لومړۍ لوبه کې دفاعي اتله میوند اتلان لوبډله د ماهیپر ستورو پر ضد د غازي امان الله خان کرکټ میدان ته ښکته کېږي.
په دې پړاو کې میوند اتلان، ماهیپر ستوري، پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز برخه اخلي. سیالۍ به په ننګرهار او خوست کې کېږي او د پایلوبې په ګډون به ټولې ۱۳ لوبې ترسره شي.
د لومړي پړاو پر مهال به هره لوبډله له نورو لوبډلو سره دوه ـ دوه ځله مخامخ کېږي. تر لیګ پړاو وروسته به مخکښې لوبډلې پایلوبې ته وځي، چې ټاکل شوې د اکټوبر پر څلورمه پېل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغانستان ابدالیانو د لوبډلې یو شمېر لوبغاړي به هم د دې ټورنمنټ په لومړیو دوو لوبو کې برخه واخلي، خو وروسته به د اسیايي لوبو لپاره له لوبډلې سره جاپان ته ولاړ شي.
احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ د افغانستان د کورني کرکټ له مهمو ټورنمنټونو څخه دي او ځوانو لوبغاړو ته د لوړې کچې کرکټ او ملي لوبډلو ته د رسېدو زمینه برابروي. د افغانستان کرکټ بورډ په پخوانیو رسمي اسنادو کې هم میوند، ماهیپر، پامیر او هندوکش د خپلو سیمه ییزو لوبډلو په توګه یادې کړې دي.


شال نیوز