اورکزي : امنیتي ځواکونو او پولیسو د ،عملیات ۱۱ ګرج، په نامه په ګډه د سیمې په بېلابېلو برخو کې د لټون عملیات کړي دي. د دولتي سرچینو په وینا، د عملیاتو پر مهال مشکوک کسان، مرکزونه او د تګ راتګ لارې په بشپړه توګه وکتل شوې.

 

سرچینې وايي، چې د اګست په ۲۸مه د عملیاتو پر مهال یو مشکوک «خارجي» سهولتکار هم نیول شوی او د نورو پلټنو لپاره اړوندو چارواکو ته سپارل شوی دی. امنیتي ځواکونو ویلي دي، چې په سیمه کې به د څارنې ترڅنګ ګډ عملیات هم دوام ولري، څو د دوي په وینا، د «امنیت ضد عناصرو» د تګ راتګ مخه ونیول شي.

 

تر اوسه د نیول شوي کس د هویت او د عملیاتو د دقیق ځای په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.