اسلام اباد : پاکستان د ورلډ نومیډ ګیمز ۲۰۲۶م لپاره شاوخوا ۱۰۰ کسیزه ډله تیاروي، چې د دودیزو او تاریخي لوبو په ۲۳ سیالتیزو برخو کې به د هېواد استازیتوب کوي.
د نړیوالو کوچي لوبو شپږمه دوره د اګست له ۳۱مې تر سپتمبر ۶مې په قرغزستان کې کېږي. د لوبو پرانیسته به په بشکیک ارینا کې وي، خو اصلي ورزشي او کلتوري پروګرامونه به د ایسک کول په سیمه کې ترسره کېږي. د لوبو تنظیموونکي وايي، چې د سلو څخه د زیاتو هېوادونو د لوبغاړو او مېلمنو د ګډون تمه لري.
د پاکستان ډله به په هغو لوبو کې هم برخه اخلي چې ریښې یې د سیمې له کلیوالو ژوند، مېلو، اخاړو او د اسونو له پخواني دود سره تړلې دي. د اس پر سر غشي ویشتل، د کمربند کُشتي او د زور ازمویلو ځینې دودیزې لوبې د پاکستان د ګډون په پروګرام کې شاملې دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې د دې لوبو لپاره د هېواد نږدې ۱۰۰ لوبغاړي او چارواکي تیارېږي او پاکستان به په ۲۳ سیالتیزو لوبو کې ګډون کوي. د پاکستان د اس پر سر غشي ویشتلو ډلې ته نېشنل بانک اف پاکستان مالي ملاتړ هم ورکړی دی.
ورلډ نومیډ ګیمز یوازې د مډالونو سیالۍ نه دي. د دې نړیوالې غونډې درې اصلي برخې دودیز سپورټ، کلتور او دودیزه پوهه دي. د سپورټ ترڅنګ به د ګډون کوونکو هېوادونو موسیقي، دودیزې جامې، لاسي هنرونه، خوراکونه او نور کلتوري دودونه هم نندارې ته وړاندې کېږي.
په رسمي ورزشي پروګرام کې د اسونو سیالۍ او ګڼ ډول دودیزې کُشتۍ مهم ځای لري. د بېلګې په توګه، کوک بورو، کوکپار، د اسونو اوږدې منډې او د بېلابېلو هېوادونو ملي کُشتۍ د سیالیو برخه دي.
د پاکستان لپاره د دې لوبو اهمیت یوازې په دې کې نه دی چې لوبغاړي به مډالونه ګټي یا بایلي. دا د هغو لوبو د نړیوالې پېژندنې فرصت هم دی چې د پاکستان په کلیو او مېلو کې لا هم ژوندۍ دي، خو د کرکټ او نورو عصري لوبو په شان رسنیز او مالي ملاتړ نه لري.
کبډي، دیسي کُشتي، نیزه بازي او د اسونو دودیزې لوبې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې له نسلونو راهیسې کېږي. په ډېرو کلیوالو سیمو کې دا لوبې یوازې سپورټ نه، بلکې د مېلو، ودونو او ولسي غونډو برخه هم پاتې شوې دي.
ورلډ نومیډ ګیمز په اصل کې د همدې ډول لوبو لپاره نړیوال میدان جوړوي؛ داسې لوبې چې د هر هېواد له تاریخ، جغرافیې او ولسي ژوند سره تړلې دي. د ۲۰۲۶م لوبو لپاره قرغزستان په ایسک کول سیمه کې پراخ ورزشي او کلتوري پروګرام تیار کړی دی. د سپتمبر له لومړۍ تر شپږمې به د اسونو سیالۍ، کُشتۍ، دودیزې لوبې، کلتوري مېلې او علمي غونډې په بېلابېلو ځایونو کې کېږي.
د پاکستان د شاوخوا ۱۰۰ کسیزې ډلې سفر ځکه هم د پام وړ دی چې ډېر ګډونوال به داسې لوبې نړیوالو لیدونکو ته وړاندې کړي چې د هغوي اصلي میدانونه لا هم د پاکستان کلي، اخاړې او دودیزې مېلې دي.
له کلي نه تر نړیوال میدان پورې، ورلډ نومیډ ګیمز ۲۰۲۶م پاکستان، افغانستان او نورو هیوادونو ته دا موقع ورکوي چې خپلې پخوانۍ لوبې یوازې د تېر وخت د یاد په توګه نه، بلکې د ژوندي کلتور په توګه نړۍ ته وړاندې کړي.


شال نیوز