لکي مروت : د قامي اسمبلۍ غړي او د پولیس امن کمېټۍ غړي ،شېر افضل مروت، تېره اوونۍ په عبدالخېل کې د پاکستاني پوځ له سرتېرو سره د مبینه نامناسب او سپکوونکي چلند پر پېښه د خپلې قبیلې له خوا له ریاستي ادارو بخښنه غوښتې ده.
شېر افضل مروت ،د اګست په ۲۸مه، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې د هېواد د ادارو درناوی د ټولو ګډ مسوولیت دی او یوه ناخوښه پېښه باید د ټول قام د چلند استازیتوب ونه ګڼل شي. هغه ویلي دي، چې ستونزې باید د متقابل درناوي، زغم او د قانون په چوکاټ کې د خبرو له لارې حل شي.


غلام اکبر مروت