باجوړ : د باجوړ ضلعې د واړه ماموند تحصیل په شاګو چوک کې ،د اګست په ۲۸مه، ناڅرګنده وسله والو پر یو ځوان ډزې کړې دي، چې له امله یې هغه وژل شوی دی. پولیس وايي، وژل شوی ځوان برهان د ډاکټر غلام فاروق زوې نومېده.

 

د پېښې وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي، ځای یې محاصره کړی او د برید په اړه یې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د برید انګېزه او د بریدګرو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.