لغمان : د افغانستان د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې ،د اګست په ۲۸مه، مازیګر شاوخوا پنځه بجې د عصمت څلورلارې په سیمه کې چاودنه شوې ده، چې په کې د طالبانو د ځواکونو اړوند یو رېنجر موټر په نښه شوی دی.

 

د سیمې معلومات وايي، چې له چاودنې وروسته امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي او یو شمېر ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي. تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی څرګند شوی. طالبانو تر دې دمه د چاودنې او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

 

د برید نوعیت هم لا نه دی روښانه او تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

 

افغانستان : بغلان کې څلور وسله‌ وال وژل شوي؛ سرچینې یې د مقاومت جبهې غړي بولي
افغانستان : بغلان کې څلور وسله‌ وال وژل شوي؛ سرچینې یې د مقاومت جبهې غړي بولي

 

په لغمان کې د طالبانو پر ضد د وسله والو ډلو د فعالیت راپورونه وړاندې هم خپاره شوي، خو دا مهال داسې کوم ثبوت نه دی مخې ته راغلی چې د نننۍ چاودنې تړاو له کومې ځانګړې ډلې سره ثابت کړي.

 

شال نیوز د پېښې د مرګ ژوبلې او د برید د څرنګوالي په اړه د نورو باوري معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.