اوسلو : د ناروې شاهي ماڼۍ وايي، چې د دغه هېواد پاچا هیرالډ پنځم نن، جمعه ،د اګست پر ۲۸مه، د ۸۹ کلونو په عمر مړ شوی دی.

 

شاهي ماڼۍ ویلي دي، چې پاچا هیرالډ د سهار په ۶ بجې او ۳۵ دقیقې د اوسلو په پوهنتون روغتون کې په ارامۍ ساه ورکړه. هغه د اګست له ۱۷مې راهیسې په روغتون کې بستر و او روغتیايي حالت یې په وروستیو ورځو کې سخت خراب شوی و.

 

هیرالډ پنځم د وینې په سخته ناروغۍ اخته و. شاهي ماڼۍ د اګست پر ۲۳مه ویلي وو چې په وینه کې ورته مکروبي ناروغي هم پیدا شوې وه او درملنه یې روانه وه.

 

هیرالډ پنځم په ۱۹۹۱م کال کې د خپل پلار، پاچا اولاو پنځم، تر مړینې وروسته د ناروې پاچا شو او شاوخوا ۳۵ کاله یې پاچاهي وکړه. هغه تر مړینې وړاندې د اروپا تر ټولو زوړ واکمن پاچا و.

 

د هیرالډ پنځم له مړینې وروسته، د هغه ۵۳ کلن زوې او ولي عهد ،هاکون، د ناروې نوی پاچا شوی دی. د ناروې د شاهي نظام له مخې، هاکون د خپل پلار له مړینې سره سم پاچا شو.

 

هیرالډ پنځم په ۱۹۳۷م کال کې زېږېدلی و او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د خپلې کورنۍ له یوې برخې سره امریکا ته پناه وړې وه. هغه وروسته په ناروې کې زده کړې وکړې او په ځوانۍ کې د کښتۍ چلولو په نړیوالو سیالیو کې هم برخه اخیستې وه.

 

نوموړي په ۱۹۶۸م کال کې له سونیا هارالډسن سره واده وکړ. دوي دوه اولادونه، شهزادګۍ مارتا لوئیزه او هاکون، لري.

 

هیرالډ پنځم په ناروې کې د داسې پاچا په توګه پېژندل کېده چې شاهي کورنۍ یې له ولس سره نږدې وساتله. هغه په ځانګړي ډول د ۲۰۱۱م کال د اوسلو او اوتویا له بریدونو وروسته د خلکو د یووالي لپاره په خپلو ویناوو کې د زغم او ګډ ژوند خبره کوله.

 

د ناروې شاهي ماڼۍ ویلي دي، چې د هیرالډ پنځم تر مړینې وروسته به په هېواد کې د ماتم رسمي مراسم ترسره کېږي. د هغه مړی به په اوسلو کې د شاهي کورنۍ په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.