کابل : د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ،مهاجر فراهي، ویلي دي، چې طالبان د بګرام په څېر یوې لویې هوايي اډې ته اړتیا نه لري او د دوي د چارواکو ترمنځ پر دې وړاندیز خبرې روانې دي چې د بګرام هوايي اډه د فابریکو په یوه سیمه بدله شي.
فراهي له «رشیا ټوډې» سره په هغې مرکه کې چې ،د اګست پر ۲۷مه، خپره شوې ده، ویلي:
«بګرام د افغانستان د نورو برخو په څېر دی. د بګرام، کندهار او هرات ترمنځ هېڅ توپیر نشته. خبرې روانې دي چې بګرام د فابریکو په یوه سیمه بدل شي. دا موضوع زموږ په حکومت کې مطرح ده او د چارواکو ترمنځ پرې بحث روان دی.»
هغه ویلي دي، چې د بګرام هوايي اډه امریکا او نورو هېوادونو د خپلو ګټو لپاره جوړه او استعمال کړې وه، خو ټینګار یې کړی دی چې طالبان به د دې اډې په اړه له هېڅ هېواد سره معامله ونه کړي.
فراهي څو میاشتې وړاندې هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې د طالبانو چارواکي به له امریکا سره پر دې موضوع معامله ونه کړي.
هغه په تازه مرکه کې ویلي، طالبان له ټولو ګاونډیو، سیمه ییزو او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او له بېلابېلو هېوادونو سره د پوځي همکارۍ تړونونو ته هم چمتو دي.
فراهي ویلي دي، چې له روسیې سره پوځي تړون د هغو وسایلو او تجهیزاتو د ترمیم او بیا فعالولو لپاره شوی دی چې افغانستان یې لا له وړاندې لري، او په وینا یې، دا همکاري د بل کوم هېواد پر زیان نه ده.
هغه همداراز ویلي دي، چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوي او له امریکا یې غوښتي چې د دغه تړون پر خپلو ژمنو ودرېږي او د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو او فشارونو سیاست پای ته ورسوي.
فراهي دعوه کړې ده چې د افغانستان عادي خلک له اوسني وضعیت څخه خوښ دي، ځکه په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، مرکزي حکومت شته، د نشی توکو مخه نیول شوې او لویې پروژې روانې دي.
هغه، سره له دې، منلې ده چې په افغانستان کې د بېکارۍ په ګډون یو شمېر ستونزې لا هم شته او د کاري موقعو د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي.
تر اوسه د بګرام هوايي اډې د فابریکو په سیمه د بدلولو په اړه کومه رسمي پرېکړه، عملي منصوبه یا د کار د پیل نېټه نه ده اعلان شوې.


شال نیوز