مستونګ : پولیس وايي، چې د مستونګ ضلعې د دشت په سیمه کې پر سبي سړک د درخشان پوستې ته نږدې په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی بم چاودېدلی دی، چې یو کس پکې ټپي شوی دی.
د پولیسو ډي اېس پي رفیق بلوچ ،د اګست په ۲۸مه، شال نیوز ته ویلي دي، چې بم په موټرسایکل کې نصب شوی و او د چاودنې غږ تر لرې سیمو اورېدل شوی دی.
پولیس او امنیتي سرتېري له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي، د چاودنې ځای یې محاصره کړی او د شواهدو راټولولو ترڅنګ یې د لټون عملیات پېل کړي دي.
پولیس وايي، چې ټپي کس روغتون ته رسول شوی دی، خو د هغه د حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې د چاودنې هدف څوک و او چا بم ځای پر ځای کړی و. پولیس وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.


نعيم اچکزئي