نیویارک : د نیویارک په براینټ پارک کې نن ،د اګست پر ۲۸مه، د نړیوال اکارډین میله جوړېږي، چې د پاکستان د کلاسیکې او صوفي موسیقۍ قوالي او خیال هم د دې مېلې د پروګرام برخه ده. د مېلې په پروګرام کې سامي برادرز د سویلي اسیا د کلاسیکې او صوفي موسیقۍ استازیتوب کوي او د خیال او قوالۍ موسیقي به وړاندې کوي.

 

په دې نړیواله موسیقي مېله کې د پاکستان ترڅنګ د امریکا د لوېزیانا کاجون موسیقي او د لاتینې امریکا بېلابېل موسیقي سبکونه هم شامل دي، چې د نړۍ د بېلابېلو موسیقۍ روایتونو هنرمندان به یې پر یو سټېج وړاندې کړي.

 

دا مېله د براینټ پارک د اوړي د وړیا کلتوري پروګرامونو برخه ده او د نیویارک خلک کولی شي پرته له ټکټه پکې ګډون وکړي.