کابل : کابل ښاروالۍ وايي، چې د ښار له بازارونو یې ۲۵۴۰ کیلوګرامه داسې د تلو ډبرې راټولې کړې دي چې وزن یې له ټاکلي معیار څخه کم و. ښاروالۍ ،د اګست په ۲۷مه، ویلي دي چې، دغه ډبرې د بازارونو د څارنې پر مهال له یو شمېر هټۍ والو څخه اخیستل شوې او د له منځه وړلو لپاره ټاکلي ځای ته لېږدول شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست یو چارواکي ویلي دي، چې هټۍ وال باید د توکو د وزن لپاره معیاري ډبرې او تلې وکاروي او مال د واقعي وزن له مخې وپلوري. ښاروالۍ خبرداری ورکړی دی چې د وزن په برخه کې د درغلۍ او له ټاکلو اصولو د سرغړونې په صورت کې به له هټۍ والو سره قانوني چلند وشي.
په کابل کې د دودیزو تلو ترڅنګ برېښنايي تلې هم کارول کېږي او ښاروالۍ وايي د بازارونو د څارنې لړۍ به دوام ولري.


شال نیوز