کابل : د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د هېواد په نړیوالو هوايي ډګرونو کې یې د هوايي کارګو د ځینو خدماتو فیسونه د صادراتو د لګښتونو د کمولو او سوداګرو د ملاتړ لپاره راټیټ کړي دي.

 

د وزارت ،د اګست د ۲۷مې، د معلوماتو له مخې، د هر ټن هوايي بار د امنیت فیس له ۱۰۰ امریکايي ډالرو څخه ۱۰ ډالرو ته راکم شوی، چې ۹۰ سلنه کمی ښيي. همداراز د کارګو د ځمکنیو خدماتو فیس د هر ټن لپاره له ۹۶ ډالرو څخه ۴۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی.

 

وزارت وايي، چې د منظمو کارګو الوتنو د خدماتو په فیسونو کې ۲۵ سلنه او د غیرمنظمو کارګو الوتنو لپاره ۵۰ سلنه رعایت هم ټاکل شوی دی.

 

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په وینا، د فیسونو د کمولو موخه دا ده چې د افغان سوداګرو د مالونو د هوايي لېږد لګښتونه راکم او بهرنیو بازارونو ته د صادراتي توکو رسول اسانه شي.

 

هوايي کارګو په ځانګړي ډول د تازه مېوو، وچې مېوې او هغو توکو په صادراتو کې مهم دی چې باید په لنډ وخت کې بهرنیو بازارونو ته ورسېږي.

 

تر اوسه دا نه ده روښانه چې د نویو فیسونو له عملي کېدو سره به د افغانستان د هوايي صادراتو په مجموعي حجم کې څومره زیاتوالی راشي.