ټانک : د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې په شیخ سلطان سیمه کې د روغتیا مرکز د او پي ډي ودانۍ په چاودنه کې په بشپړه توګه ورانه شوې ده.

 

پولیس او ځايي سرچینې وايي، چې چاودنه ،د اګست د ۲۷مې او ۲۸مې، ترمنځ شپه شاوخوا یوه بجه د ګومل تاڼې په حدودو کې شوې ده. د پېښې له امله د روغتیا مرکز د او پي ډي ودانۍ نړېدلې، خو د کوم ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

 

پولیس وايي، د پېښې د عاملینو او انګېزې په اړه پلټنې روانې دي.