ډمه ډوله : د باجوړ پولیس وايي، چې د واړه ماموند تحصیل په ډمه ډوله خوړ سیمه کې ،د اګست په ۲۸مه، چاودنه شوې ده چې دوه ماشومان پکې ژوبل شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، ژوبل شوي ماشومان ابوزر د ضیاالرحمان زوې او جراه د سراج‌ الدین زوې دي، چې د علاج لپاره د خار ضلعي مرکزي روغتون ته رسول شوي دي.

 

د پولیسو ویاند وايي، چې له پېښې وروسته سیمه محاصره شوې او د چاودنې د نوعیت او نورو جزیاتو په اړه پلټنې پېل شوې دي.