د روسیې سفیر په افغانستان کي د بلخ د حیرتان په بندر کي د یوې ځانګړې اقتصادي سیمې د جوړولو وړاندیز کړی، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پراخول ښودل شوي دي.

 

په کابل کي د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف دا وړاندیز د طالبانو د دولتي شرکتونو د عمومي مشر احمدجان بلال سره په لیدنه کي کړی دی.

 

د دولتي شرکتونو د ادارې ویاند محمدنبي بهار ویلي، د وړاندیز شوې اقتصادي سیمې له لارې به د کرنیزو محصولاتو د ساتلو، پروسس او بسته‌بندۍ ترڅنګ نورو اقتصادي فعالیتونو ته هم زمینه برابره شي.

 

ژیرنوف په دې لیدنه کي د «سټراس» او «افسوټر» په نوم شرکتونو سره تړلو ګډو شرکتونو په اړه هم یو وړاندیز وړاندې کړی دی.

 

احمدجان بلال د حیرتان په بندر کي د ځانګړې اقتصادي سیمې جوړول مهم بللي او ویلي یې دي، افغان لوری غواړي د تازه او وچو مېوو د ایکسپورټ لپاره د یادو شرکتونو فعالیتونه پراخ شي.

 

افغان لوري له روسیې څخه دا غوښتنه هم کړې چې په افغانستان کي د کاماز موټرو د ترمیم لپاره ورکشاپ جوړولو او له روسیې څخه د نفتي محصولاتو د امپورټ په برخه کي ورسره همکاري او نوي قراردادونه وکړي. د روسیې سفیر د دغو موضوعاتو په برخه کي د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

 

دا خبرې په داسې وخت کي کېږي چې کابل او مسکو په وروستیو میاشتو کي د سوداګرۍ، ترانزیټ، رېل پټلۍ او پانګونې په برخو کي د اړیکو د پراخولو هڅې زیاتې کړې دي. د جولای په میاشت کي هم د دواړو خواوو په سیاسي خبرو کي د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیټي لارو پر پراختیا بحث شوی و.