د بوسنیا د صرب ځواکونو د جګړې پخوانی قوماندان راتکو ملادیچ، چې د سربرنیتسا د نسل‌وژنې او د بوسنیا د جګړې د نورو جنایتونو له امله په عمري بند محکوم شوی و، د ۸۴ کلونو په عمر په هاګ کي مړ شوی دی.

 

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ، د اګست پر ۲۷مه، د هغه مړینه تایید کړې ده. ملادیچ د ملګرو ملتونو په توقیف‌ځای کي د عمري بند سزا تېروله او په وروستیو میاشتو کي یې روغتیا ډېره خرابه شوې وه.

 

ملادیچ د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د بوسنیا د صرب ځواکونو عمومي قوماندان و او نوم یې د بوسنیا د جګړې له ځینو تر ټولو خونړیو پېښو، په ځانګړي ډول د سربرنیتسا له نسل‌وژنې او د سارایوو له اوږدې محاصرې سره تړلی دی.

 

د ۱۹۹۵م کال په جولای کي د ملادیچ تر قوماندې لاندې صرب ځواکونو د ملګرو ملتونو له خوا اعلان شوې د سربرنیتسا خوندي سیمه ونیوله. له دې وروسته له اته زرو ډېر بوسنیايي مسلمان نارینه او هلکان ووژل شول. نړیوالو عدالتونو دغه ډله‌ییزې وژنې نسل‌وژنه بللې ده.

 

د سربرنیتسا تر نیولو وروسته زرګونه ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم په زور له سیمې وایستل شول. د وژل شویو کسانو جسدونه په ډله‌ییزو قبرونو کي ښخ شول او د جرمونو د نښو د پټولو لپاره د ګڼو قربانیانو مړي وروسته له لومړنیو قبرونو نورو ځایونو ته انتقال شول.

 

ملادیچ د سارایوو د کلونو اوږدې محاصرې پر مهال هم د صرب ځواکونو قوماندان و. ښار د توپونو، هاوانونو او نښه‌ویشتونکو تر دوامدارو بریدونو لاندې و او زرګونه ملکي وګړي پکي ووژل شول. نړیوال عدالت هغه د سارایوو د ملکي وګړو د وېرولو او پر هغوی د بریدونو په مقدمه کي هم مجرم بللی و.

 

د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره نړیوال جنایي عدالت په نومبر ۲۰۱۷ کي ملادیچ د نسل‌وژنې، د بشریت ضد جرمونو او د جګړې د قوانینو د ماتولو په ګډون پر لسو جرمونو مجرم وباله او په عمري بند یې محکوم کړ.

په جون ۲۰۲۱ کي د نړیوالو جنایي عدالتونو د پاتې مقدمو ځانګړي میکانیزم د هغه استیناف رد کړ او عمري سزا یې وروستۍ وساتله.

 

عدالت هغه د سربرنیتسا د نسل‌وژنې ترڅنګ د بوسنیايي مسلمانانو او کرواتانو د وژنو، ځورونې او په زور د خپلو سیمو پرېښودو، د سارایوو د خلکو د وېرولو او د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتونکو د یرغمل کولو په جرمونو کي هم مسؤول بللی و.

ملادیچ په ۱۹۹۵م کال کي په لومړي ځل د جګړې په جرمونو تورن شو، خو نږدې ۱۶ کاله له نیول کېدو بچ پاتې شو. 

نوموړی د ۲۰۱۱م کال د مې پر ۲۶مه په سربیا کي ونیول شو او وروسته هاګ ته وسپارل شو. مقدمه یې په ۲۰۱۲م کال کي پیل شوه.

 

هغه په نړیوالو رسنیو کي د «بوسنیا قصاب» په نوم مشهور و او تر مرګه یې د خپلو کړنو په اړه پښېماني نه وه څرګنده کړې. د هغه مدافع وکیلانو او کورنۍ د خرابې روغتیا له امله څو ځله د خوشې کولو غوښتنه کړې وه، خو عدالت یې غوښتنې رد کړې وې. وروستۍ ورته غوښتنه د اګست پر ۱۸مه شوې وه او د اګست پر ۲۶مه رد شوه.

 

د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د بوسنیا جګړه په اروپا کي د دویمې نړیوالې جګړې وروسته له تر ټولو خونړیو جګړو څخه وه؛ شاوخوا سل زره کسان پکي ووژل شول او میلیونونه نور له خپلو کورونو بې‌ځایه شول.