په بلوچستان کي د کوهلو په سیمه کي د واده د جنج یو ګاډی له ټرافیکي پېښې سره مخ شوی چې یوه مېرمن پکي مړه شوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ کسان ټپیان شوي دي.

 

د کوهلو د ډي اېچ کیو روغتون چارواکي وايي، له پېښې وروسته ټول ټپیان روغتون ته رسول شوي دي. د ۲۵ کسانو روغتیايي حالت سخت ښودل شوی او د نورې درملنې لپاره ډېره غازي خان ته انتقال شوي، په داسې حال کي چې ۱۷ نور ټپیان په کوهلو کي تر درملنې لاندې دي.

 

د ډي اېچ کیو روغتون ډاکټر اصغر مري ویلي، ټپیانو ته له رسېدو سره سم طبي مرستې ورکړل شوې، خو د سختو ټپیانو د روغتیايي حالت له امله هغوی ډېره غازي خان ته ولېږدول شول.

 

د پېښې له خبرېدو وروسته د کوهلو ډپټي کمشنر روغتون ته ورغلی، له ټپیانو او د هغوی له کورنیو سره یې لیدلي او د روغتون له ادارې یې غوښتي چې د درملنې ټولې ممکنه اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

 

ضلعي ادارې ویلي، هغو امبولانسونو ته یې ډیزل هم برابر کړی چې سخت ټپیان یې ډېره غازي خان ته انتقال کړي، او د پېښې د اغېزمنو کورنیو لپاره یې نغدي مالي مرسته هم ورکړې ده.

تر اوسه د موټر د پېښې د علت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.