د پاکستان سټېټ بنک وايي، د چاپ د لګښتونو د زیاتېدو له امله د لس روپۍ کاغذي نوټ د ورو ورو ختمولو پر امکان غور کوي. د سټېټ بنک مرستیال ګورنر ډاکټر عنایت حسین د سېنېټ د خزانې او عوایدو قائمې کمېټۍ ته ویلي، د نوو نوټونو تر معرفي کېدو وروسته د پیسو په بېلابېلو ارزښتونو کي هم بدلون راتللی شي.

 

نوموړي ویلي، د لس روپۍ سکه له وړاندې موجوده ده او د کاغذي نوټ د چاپ لګښتونه زیات شوي دي.

 

سټېټ بنک تر اوسه د لس روپۍ نوټ د ختمولو وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې، له همدې امله دغه نوټ لا هم قانوني پیسې دي او په بازار کي استعمالېږي.

 

د کمېټۍ په همدې غونډه کي د پنځه زره روپۍ د نوي نوټ پر ډیزاین هم خبرې شوې دي. سټېټ بنک ویلي، د نوو نوټونو بازار ته راوستل شاوخوا یو کال وخت اخیستلی شي.