د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او فاضله اوبو ادارې مشر وايي، له شاه او عروس بند او د کابل د شکردرې ولسوالۍ څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد عملي کار به تر یوې اوونۍ پورې پیل شي.

 

مولوي غلام‌الرحمن کاظم ویلي، دا مهال د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کي د اوبو رسولو د شبکې سروې او ډیزاین روان دی او د پروژې د عملي کار لپاره تیاری نیول کېږي.

 

د نوموړي په وینا، له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کي ځینې تخنیکي ستونزې موجودې دي، خو هڅه کېږي چې دغه ستونزې حل او د دې پروژې عملي کار هم په نږدې راتلونکي کي پیل شي.

 

کابل په وروستیو کلونو کي د ځمکې لاندې اوبو د کچې له جدي ټیټېدو سره مخ دی او د ښار په ګڼو سیمو کي خلک پاکو اوبو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي. چارواکي هیله لري چې د اوبو د لېږد یادې پروژې به د کابل د اوبو د کمښت په راکمولو کي مرسته وکړي.