سپینې ماڼۍ د کابل هوايي ډګر د ابي ګېټ د برید د پنځم تلین په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي، چې په ۲۰۲۱م کال کي د بګرام هوايي اډې له نیولو وروسته طالبانو د دغه ځای له زندانونو زرګونه وسله وال او مجرمان خوشې کړي وو.

 

دغه اعلامیه د چهارشنبې، اګست ۲۶مې، خپره شوې او پکي د ۲۰۲۱م کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي یو ځل بیا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر ادارې سختې نیوکې شوې دي.

 

سپینې ماڼۍ وايي، د ۲۰۲۱م کال د جولای په دویمه امریکايي ځواکونه د بګرام له هوايي اډې ووتل او له څو اوونیو وروسته طالبانو دغه اډه ونیوله. د اعلامیې له مخې، طالبانو وروسته د بګرام له زندانونو زرګونه وسله وال او نور بندیان خوشې کړل.

 

په اعلامیه کي دا دعوه هم شوې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په ابي ګېټ کي ځانمرګی برید کوونکی عبدالرحمن اللوګري هم له هغو بندیانو څخه و چې طالبانو شاوخوا دوه میاشتې مخکې خوشې کړی و.

 

د داعش خراسان له خوا په دغه برید کي ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول. د سپینې ماڼۍ اعلامیه وايي، تر ۱۶۰ زیات ملکي کسان هم په برید کي ټپیان شوي وو. د امریکا د عدلیې وزارت د روان کال په اپرېل کي ویلي وو چې په برید کي شاوخوا ۱۶۰ ملکي کسان وژل شوي وو.

 

سپینې ماڼۍ د ټرمپ له قوله د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر “ناسم ترسره شوی” بللی او ویلي یې دي چې د بګرام پرېښودلو له امله امریکايي ځواکونه د یوې مهمې اډې له پوځي ګټې بې برخې شول او وروسته کابل هم د طالبانو لاس ته ولوېد. دا د ټرمپ د ادارې دریځ دی؛ د بایډن د ادارې پخوانیو چارواکو تر دې مخکې د افغانستان د سقوط او وتلو د ستونزو په اړه د ۲۰۲۰م کال د دوحې تړون او له طالبانو سره د ټرمپ د لومړۍ ادارې موافقه هم مهم عوامل بللي وو.

 

اعلامیه د ابي ګېټ د برید د قربانیانو یادونه کوي او وايي، ټرمپ د ۱۳ وژل شویو امریکايي سرتېرو له کورنیو سره د هغوی د یاد د ساتلو ژمنه تازه کړې ده.

 

سپینې ماڼۍ دغه راز د محمد شریف‌الله د نیولو یادونه کړې او ټرمپ ویلي، هغه په دې ویاړي چې د داعش خراسان دغه غړی د امریکا عدالت ته راوستل شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، محمد شریف‌الله د ابي ګېټ د برید اصلي ځانمرګی نه و. د عدلیې وزارت د اسنادو له مخې، هغه د برید په ورځ هوايي ډګر ته تلونکې یوه لاره څارلې وه، څو معلومه کړي چې د طالبانو د تلاشۍ پوستې پرې شته که نه، او وروسته یې د داعش خراسان مشرتابه ته ویلي وو چې لاره خلاصه ده.

 

د امریکا یوې فدرالي جرګې د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۲۹مه شریف‌الله داعش خراسان ته د مرستې ورکولو په نهه کلن سازش کي مجرم وپېژاند. د عدلیې وزارت وايي، هغه د ابي ګېټ تر څنګ د داعش خراسان په یو شمېر نورو بریدونو کي هم رول درلود.

 

سپینې ماڼۍ د اګست ۲۶مه د ابي ګېټ د برید د پنځم تلین د یاد ورځې په توګه اعلان کړې او امریکایان یې د وژل شویو سرتېرو د قربانیو او د هغوی د کورنیو د درناوي غوښتنه کړې ده.