د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ د دهلې بند په اوبو کې د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله یو پلار او د هغه څلور کوچني اولادونه مړه شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید د پنجشنبې په ورځ شال نیوز ته ویلي، پېښه د چهارشنبې په مازیګر شوې ده.

 

د هغه په وینا، په پېښه کې د نوراحمد په نوم یو کس او د هغه څلور اولادونه، چې دوه زامن او دوه لوڼې وو، مړه شوي دي. د نوراحمد د ورور یوه لور، چې له دوی سره په کښتۍ کې وه، ژغورل شوې ده.

 

عیني شاهدان وایي، نوراحمد له خپلو اولادونو سره د تفریح لپاره دهلې بند ته تللی و، خو کښتۍ د بند په اوبو کې چپه شوه.

 

دهلې بند د کندهار له مشهورو تفریحي ځایونو څخه دی چې د رخصتیو او مناسبې هوا پر مهال ګڼ خلک ورته ورځي. ځینې کسان هلته په کوچنیو کښتیو کې د بند پر اوبو چکر وهي.

 

د سیمې اوسېدونکي وایي، په دغو کښتیو کې د ژغورنې واسکټونه او د بېړنیو پېښو پر مهال د خلکو د ژغورلو نور اړین وسایل نه وي.

 

هغوی له مسوولو ادارو غواړي چې د دهلې بند په اوبو کې د تفریحي کښتیو لپاره د خوندیتوب واضح اصول وټاکي، د ژغورنې واسکټونه لازمي کړي او د بېړنیو پېښو لپاره د ژغورنې مناسب امکانات برابر کړي.