پولیس وايي، د باجوړ ضلعې د سالارزو تحصیل په ملکانې سیمه کي نامعلوم وسله وال د شپې یوه کور ته ننوتي او ډزې یې کړې دي چې یوه نجلۍ پکي وژل شوې او پلار او ورور یې سخت ژوبل شوي دي.
د سالارزو ډي اېس پي جمال شاه د پېښې تایید کړی او ویلي یې دي چې ژوبل کسان د خار مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.
د پولیسو په وینا، وسله والو په امین الرحمان، چې په اینزر مشهور دی، ډزې کولې چې لور او زوی یې هم د ډزو په زد کي راغلل. نجلۍ د ټپونو له امله مړه شوه، خو د پلار او زوی علاج روان دی.
پولیس وايي، د برید د علت او د بریدګرو د شناخت معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسئولیت نه دی منلی.


حسبان الله باجوړې