برسلز / اسلام اباد : د پاکستان هاکي فیډریشن وايي، امکان شته چې د اروپا ځینې مشهورې هاکي لوبډلې راتلونکی کال پاکستان ته د سیالیو لپاره ورشي. د فیډریشن مشر محي الدین واني په برسلز کي د هاکي د نړیوالې ادارې له مشر طیب اکرام سره لیدلي دي.
د پاکستان هاکي فیډریشن ،د اګست د ۲۶مې، د بیان له مخې، په دې لیدنه کي پاکستان ته د بهرنیو لوبډلو د سفرونو، د نړیوالو سیالیو او په هېواد کي د هاکي د پرمختګ پر لارو خبرې شوې دي. فیډریشن د هغو اروپايي لوبډلو نومونه او د سفرونو نېټې نه دي اعلان کړې.
پاکستان ته په وروستیو کلونو کي د لویو بهرنیو هاکي لوبډلو سفرونه محدود پاتې شوي دي. که دا پلان عملي شي، د پاکستان لپاره به د نړیوالې هاکي د سیالیو د بیا ډېرېدو مهم پرمختګ وي.


شال نیوز