مکین : د بر سویلي وزیرستان په یوه سیمه کي ،د اګست په ۲۶مه، ناڅرګنده کسانو پر یو موټر د لاسي بم له برید وروسته ډزې کړې دي، چې په نتیجه کي یو پولیس وژل شوی او د امن کمېټۍ یو غړی ټپي شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، په برید کي پولیس اهلکار عبدالله وژل شوی او د امن کمېټۍ غړی موسیٰ خان، چې په «موسک» مشهور دی، ټپي شوی دی. سرچینې وايي، ټپي موسیٰ خان د علاج لپاره ډېره اسماعیل خان ته منتقل شوی دی.
د ځايي معلوماتو له مخې، څو میاشتې وړاندې هم د موسیٰ خان پر موټر ناڅرګنده کسانو ډزې کړې وې. هغه مهال نوموړی خوندي پاتې شوی و، خو موټر ته سخت زیان رسېدلی و.
له برید وروسته امنیتي ادارو پلټنې پېل کړې او د بریدګرو د لټون کارروایي روانه ده. تر اوسه کومې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې. شال نیوز تر دې دمه د پېښې خپلواک یا رسمي تایید نه دی موندلی.


ظفر وزير