پاکستان / امریکا : پاکستاني ـ امریکايي فلم جوړونکي محمد علي «مو» نقوي ویلي دي، چې له شاوخوا دوو لسیزو فلم جوړولو وروسته نور نه غواړي نړۍ ته پاکستان یوازې د بحرانونو، ستونزو او بدو انځورونو له لارې ور وپېژني. هغه وايي، پاکستان داسې نورې کیسې هم لري چې د خلکو زړورتیا، یووالی، ښکلا او د ستونزو پر وړاندې د درېدو توان ښيي.

 

نقوي د خپل نوي فلم «هنګینګ بای ا وایر» په اړه ویلي، د دې فلم د جوړولو پر مهال یې په شعوري ډول پرېکړه کړې وه چې پاکستان به یوازې د ناورین، بېوزلۍ او بحران له زاویې نه ښيي، بلکې د هغو خلکو کیسه به وړاندې کوي چې خپله د پېښې په منځ کې وو او د ژغورنې په هڅو کې یې مهم رول درلود.

 

دغه فلم د ۲۰۲۳م کال د اګست پر ۲۲مه د خیبر پښتونخوا د بټګرام د الایي سیمې د کېبل‌ کار د پېښې کیسه ده. په هغه ورځ د کېبل‌ کار یو تار وشلېد او اته کسان، چې شپږ د ښوونځي زده‌ کوونکي هلکان او دوه لویان پکې وو، د ځمکې له سطحې شاوخوا ۹۰۰ فټه پورته، د یوې ژورې درې پر سر بند پاتې شول.

 

د پېښې د ژغورنې عملیاتو څو ساعته دوام وکړ. پوځي هېلي‌ کاپټرونو، ځايي خلکو، کېبل‌ کار چلوونکو او د رسۍ له لارې د ژغورنې کارکوونکو په ګډه هڅه وکړه چې بند پاتې کسان راوباسي. دغه عملیات په پاکستان او نړیوالو رسنیو کې په ژوندۍ بڼه څارل کېدل.

 

نقوي ویلي، کله چې له پېښې وروسته سیمې ته ولاړ، دې ته متوجه شو چې ځايي خلکو د ژغورنې د عملیاتو ګڼې ویډیوګانې او عکسونه ثبت کړي وو. فلم جوړونکو وروسته له همدې موادو، د رسنیو له پخوانیو انځورونو، د پېښې له بیاجوړو شویو صحنو او د ژوندي پاتې کسانو له مرکو څخه د فلم په جوړولو کې استفاده وکړه.

 

هغه وايي، د فلم د جوړولو پر مهال یې له ځايي خلکو سره یوه لویه غونډه هم وکړه او هڅه یې دا وه چې د سیمې خلک یوازې د فلم موضوع نه وي، بلکې د خپلې کیسې په بیانولو کې مستقیمه برخه ولري. نقوي ویلي، د فلم جوړونې په خپل اوږد کار کې یې ډېر ځله د پاکستان پر ستونزو او حکومتي نیمګړتیاوو انتقادي فلمونه جوړ کړي، خو د بټګرام پېښې ورته د پاکستان بل اړخ هم ور وښود.

 

هغه ویلي، «هنګینګ بای ا وایر» په اسانۍ داسې فلم جوړېدای شو چې د سړکونو نشتوالی، د سیمې محرومیت، حکومتي کمزورۍ او ټولنیز توپیرونه یې اصلي موضوع وای، خو ده دا ځل نه غوښتل چې د یوه بهرني لیدونکي لپاره د پاکستان هره مسئله له سره تشریح کړي. د هغه په وینا، دا حالات د فلم په کیسه کې لا له وړاندې ښکاري، خو د پاکستان کیسه یوازې همدا نه ده.

 

نقوي ویلي، د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته یې د فلم جوړونې دې ډول ته ځکه مخه کړه چې ده احساس کاوه پاکستان او مسلمانه نړۍ په لوېدیځو رسنیو او کلتوري تولیداتو کې په ناسمه او محدوده بڼه وړاندې کېږي. خو وايي، شاوخوا شل کاله وروسته یې فکر بدل شوی او اوس نه غواړي خپل فلمونه یوازې د دې لپاره جوړ کړي چې پاکستان لوېدیځ ته «د پوهېدو وړ» کړي.

 

د هغه په وینا، د پاکستان کیسې په خپله دومره پیاوړې او نړیوالې دي چې د لیدونکو د جذب لپاره اړتیا نه لري هر ځل ورسره اوږده کلتوري تشریح وتړل شي.

 

«هنګینګ بای ا وایر» د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ پر ۲۲مه د سنډانس فلمي مېلې د نړیوالو فلمونو په سیالۍ کې نندارې ته وړاندې شو. نقوي ویلي، فلم هغه مهال لا بشپړ شوی هم نه و چې سنډانس ورته د ګډون بلنه ورکړه او د جوړولو ډلې یې تر وروستیو شېبو پورې پرې کار کاوه.

 

فلم وروسته د ټرایبیکا، سیډني او سیټل په فلمي مېلو کې هم ښودل شوی دی. د اګست پر ۲۸مه به په برتانیا کې شاوخوا ۱۰۰ سینماوو ته وړاندې شي او په امریکا او کاناډا کې به یې هم په شاوخوا ۲۵ ښارونو او بازارونو کې نندارې پېل شي. په پاکستان کې د دې فلم د روان کال تر پایه د خپرېدو پر امکاناتو هم کار روان دی.

 

نقوي د «شېم»، «پاکستانز هېډن شېم»، «امونګ د بلیورز»، «انشاالله ډیموکراسي» او «دي اکیوزډ: ډیمډ اور ډیووټډ؟» په ګډون ګڼ فلمونه جوړ کړي او د نیټفلکس د «ټرنینګ پواینټ» لړۍ د اجرائیوي جوړونکي په توګه یې هم کار کړی دی.

 

هغه وايي، په نړیوال فلمي صنعت کې د پاکستان او سویلي اسیا د فلم جوړونکو لپاره موقعې تر پخوا زیاتې شوې دي او نوی نسل نور اړتیا نه لري چې د نړیوالو فلمي ادارو د اجازې په تمه پاتې شي.

 

د مرکې اصلي تفصیلي بڼه د اګست پر ۲۳مه د پاکستان ډان ورځپاڼې خپره کړې؛ د فلم له جوړونکي سره یوه بله مرکه د اګست پر ۲۴مه هم خپره شوې ده. فلم د اګست پر ۲۸مه د برتانیا، امریکا او کاناډا په سینماوو کې پراخو نندارو ته وړاندې کېږي.