لندن : د پاکستان د ټېسټ لوبډلې کپتان بابر اعظم ویلي دي، چې د انګلستان پر ضد د دویم ټېسټ لپاره ۹۰ فیصده فټ دی او ،د اګست په ۲۷مه، به به د پاکستان مشري کوي. بابر اعظم د چهارشنبې، اګست پر ۲۶مه په لارډز کې د لوبې تر مخه خبري غونډې ته وویل چې په تېرو دوو ورځو کې یې د بېټنګ تمرین کړی او اوس د لوبې لپاره ځان تیار بولي.

 

بابر د ګوتې د ټپ له امله په هیډینګلي کې لومړی ټېسټ نه و لوبېدلی. دغه ټپ د پاکستان د ویسټ انډیز د سفر پر مهال پېل شوی و او وروسته په یوه تمریني لوبه کې بیا پر لاس د توپ له لګېدو سره زیات شوی و. انګلستان لومړی ټېسټ په یوه اننګز او ۱۰۳ منډو ګټلی او په درې ټېسټونو مشتمل سیریز کې یو ـ صفر مخکې دی.

 

بابر ویلي، لوبډلې د لومړي ټېسټ تر ماتې وروسته پر خپلو تېروتنو خبرې کړې دي او تمه لري چې په لارډز کي به پاکستان په بدل انداز میدان ته ووځي. دویم ټېسټ به د اګست پر ۲۷مه په لارډز کرکټ میدان کي پیل شي.