کابل : افغان ستر عدالت ،د اګست په ۲۶مه، ویلي دي چې په تېرو پنځو کلونو کې ۱۶ زره او ۴۶۰ بندیان د طالبانو د مشر د لارښوونې او د ستر عدالت د رییس د حکم پر بنسټ بښل شوي او له زندانونو خوشي شوي دي. د افغان ستر عدالت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د ۱۱ زره او ۱۵۹ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.

 

دې ادارې ویلي دي، چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۴ پوځي عدالتونه فعالیت کوي او د پوځي قضیو د څېړلو چارې پر مخ وړي. د افغان ستر عدالت په وینا، د دې ادارې رییس په تېرو پنځو کلونو کې یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي او له سیمه‌ ییزو چارواکو سره یې د خلکو د قضايي ستونزو، د دعوو د حل او د عدلي چارو د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي.

 

افغان ستر عدالت تر دې مخکې هم د بندیانو د بښنې او د بند د مودې د کمولو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره کړي دي. د دې ادارې د یو مخکیني راپور له مخې، په یو پړاو کې ۳ زره او ۲۰۴ بندیان له زندانونو خوشي شوي او د ۴ زره او ۳۱۷ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې وه.

 

افغان ستر عدالت نه دي ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې بښل شوي کسان په کومو قضیو کې بندیان وو او د بښنې لپاره کوم مشخص معیارونه په پام کې نیول شوي وو.