بدخشان : د افغانستان د بدخشان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د فیض‌ اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند په «کري» کلي کې ،د اګست په ۲۶مه، یو لېوني سپي ۱۶ ښځې او ماشومان او درې څاروي چیچلي او ژوبل کړي دي.

 

د دغه ریاست ویاند کیکاوس تکساري ویلي دي، چې سپی له برید وروسته د سیمې د اوسېدونکو له خوا وژل شوی او ښخ کړل شوی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې د پېښې له اطلاع وروسته یوه روغتیايي ډله سیمې ته استول شوې ده، څو د ژوبل شویو کسانو درملنه او اړینې روغتیايي چارې ترسره کړي.

 

د چارواکو په وینا، یو شمېر ژوبل شوي کسان روغتیايي مرکزونو ته ورغلي او د لېونتوب ناروغۍ ضد واکسین یې ترلاسه کړی دی. روغتیايي چارواکو له خلکو غوښتي دي، هر هغه څوک چې د مشکوک سپي له خوا چیچل شوی، نوکار شوی یا یې له لاړو سره تماس راغلی وي، باید زر تر زره روغتیايي مرکز ته ورشي او د لېونتوب ضد واکسین او اړینه درملنه ترلاسه کړي.