مکین : د بر سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیې د یوریا سرې پر اخیستلو، خرڅولو او لېږد لګېدلی بندیز د نورو ۳۰ ورځو لپاره غځولی دی. د ډپټي کمشنر عرفان علي له خوا ،د اګست پر ۲۶مه، جاري شوي حکم له مخې، نوی تمدید به د اګست له ۲۸مې نافذ شي او د نورو ۳۰ ورځو لپاره به دوام وکړي.
په سرکاري حکم کې ویل شوي دي، چې د یوریا سرې پر اخیستلو، خرڅولو او لېږد لومړنی بندیز د ۲۰۲۶م کال د جولایۍ پر ۲۷مه د دفعه ۱۴۴ له مخې د ۳۰ ورځو لپاره لګول شوی و.
ضلعي انتظامیه وايي، چې هغه امنیتي اندېښنې لا هم پر ځای دي چې له کبله یې دغه بندیز لګېدلی و. د چارواکو په وینا، دا امکان شته چې یوریا سره په غیرمجاز ډول ولېږدول شي، خرڅه شي یا بل لوري ته واړول شي او وروسته په ناقانونه فعالیتونو کې وکارول شي.
په حکم کې ویل شوي دي، چې دا حالت د عامه امن، خوندیتوب او امنیت لپاره خطر جوړولی شي، له همدې امله انتظامیې د بندیز دوام ضروري بللی دی. پولیسو، اسسټنټ کمشنرانو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو ته لارښوونه شوې ده چې دغه حکم په کلکه عملي کړي.
د حکم سرغړوونکو پر ضد به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې او نورو اړوندو قوانینو له مخې قانوني کارروایي کېږي. د سرکاري حکم له مخې، نوی بندیز به د اګست له ۲۸مې د ۳۰ ورځو لپاره نافذ وي، تر هغه چې انتظامیه یې تر دې وړاندې ختم، بدل یا بیا وغځوي.


ظفر وزير