واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا تحصیل په کریکوټ سیمه کې پولیس سرچینې وايي، چې د وسله والو له خوا ،د اګست په ۲۶مه، یوه ډرون الوتکه د هغه کور پر شاوخوا ګرځول کېده چې پوځیان پکې ځای پر ځای دي.
د پولیس سرچینو په وینا، پوځیانو پر ډرون ډزې وکړې او الوتکه یې راوغورځوله. سرچینې وايي، چې په پېښه کې د کوم ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې ډرون د چا و، څه ډول الوتکه وه او د الوتنې موخه یې څه وه. د پېښې په اړه د پوځ له خوا هم تر دې دمه کوم تفصیلي رسمي بیان نه دی خپور شوی.


ظفر وزير