باجوړ : د پاکستان تحریک انصاف ګوند د زده کوونکو څانګې ،انصاف سټوډنټ فېډرېشن، مشرانو ،د اګست په ۲۶مه، په باجوړ پرېس کلب کې خبري غونډه کړې او د ګوند د بنسټګر مشر او پخواني وزیر اعظم ،عمران خان، د سمدستي خوشي کېدو او د درملنې لپاره د اسلام اباد شفا انټرنېشنل روغتون ته د هغه د لېږد غوښتنه یې کړې ده.
د انصاف سټوډنټ فېډرېشن مشر ،لقمان شاه، او نورو ویناوالو وویل، چې عمران خان دې زر تر زره روغتون ته ولېږدول شي او د هغه د خوشي کېدو لپاره دې لازم اقدامات وشي. دوي دعوه وکړه چې د سپریم کورټ د حکمونو عملي کېدل نه کېږي او ،د دوي په وینا، د عمران خان د روغتیا په اړه د پاکستان د میلیونونو خلکو اندېښنه مخ پر زیاتېدو ده.
د فېډرېشن مشرانو خبرداری ورکړ چې که عمران خان روغتون ته ونه لېږدول شي او خوشی نه شي، نو په ټول هېواد کې به د هړتال غږ پورته کړي او د ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو د تړلو غوښتنه به وکړي. د خبري غونډې پر مهال د انصاف سټوډنټ فېډرېشن ګڼ شمېر فعالان هم موجود وو.
د پاکستان حکومت او اړوندو ادارو د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه کومه تازه تبصره نه ده کړې.


حسبان الله باجوړې